امنیت

د بغلان ښځو د سميې د وژنې د عامل د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
دبغلان ولايت يو شمېر ښځو د سميې د وژل کيدو د عامل د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
له بغلان ولايت څخه د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د مدني او ټولنيزو مرکونو په لسګونو تنو ښځو نن په پلخمري ښارکې د مظاهرو په کولو سره د هغې نوې ناوې سميې د وژل کيدو د عامل د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه چې درې ورځې مخکې د ميړه له خوا يې ووژل شوه .
اعتراض کوونکو ښځو دغه راز وويل چې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى د هغو عاملينو ته د سزا د نه ورکولو په دليل زيات شوى دى او له حکومت څخه يې وغوښتل چې ډير ژر د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د مخنيوي په خاطر جدي او عملي اقدام وکړي .
دبغلان ولايت مرستيال عبدالقديم اعتراض کوونکو ميرمنو ته ډاډ ورکړ چې له هرې ممکنې لارې هلې ځلې کوي چې د سميې قاتل ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته