سیاستخبرونهاقتصادټولنه

د ترافیک پولیسو عمومي ریاست او د افغان ملي بانک ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د ترافیک پولیسو عمومي رئیس پاسوال حسیب الله مختار، نن د افغان ملي بانک له اجرائیوي رئيس ډاکټر شاکر جلالي سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د افغان ملي بانک اجرائیوي رئيس ډاکټر شاکر جلالي په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې کې وویل چې د دغه هوکړه لیک د لاسلیک کولو اصلي موخه، هېوادوالو ته په وخت او اغېزمن ډول د بانکي خدمتونو وړاندې کول دي.
جلالي دغه راز، د بانکي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د افغان ملي بانک د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې دغه بانک به په بشپړ شفافیت، د بانکي سکتور له لارې د ټولو مالي چارو د ترسره کولو او د حساب ورکولو اصل له مخې له بېلابېلو دولتي ادارو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه چې د افغان ملي بانک هڅې کوي خپلې چارې د برېښنايي سیسټم له لارې ترسره او هېوادوالو ته د نړیوالو معیارونو مطابق بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
همدا رنګه، د ترافیک پولیسو عمومي رئیس پاسوال حسیب الله مختار، د اسلامي امارت له راتګ وروسته هېوادوالو ته د دغه ریاست د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه اداره په وخت او د عصر مطابق پلانونه او برنامې لري او د هغو پر اساس هېوادوالو ته آسانتیاوې برابرې شوې او په وخت خدمات ورته وړاندې کېږي.
پاسوال مختار زیاته کړه چې په دغو وروستیو کې د «برېښنايي وصل» سیسټم کار پای ته رسېدلی او دغه سیسټم د شفافیت، د مراجعینو د کار د آسانتیا او د وخت ضایع کېدو د مخنیوي په برخه کې اغېزمن رول لوبوي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت غواړي چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په خدماتي ادارو کې د زړو اداري سیسټمونو پر ځای معاصر، شفاف او په وخت خدماتو وړاندې کولو ته لاره هواره شي او په دې لاره کې هڅې روانې دي.
د ترافیک پولیسو د عمومي رئیس د معلوماتو له مخې؛ د روان مالي کال په بهیر کې د دغه ریاست عواید شاوخوا ۶ میلیارډه افغانیو ته رسېږي او په وینا یې که چېرې د «پلېټ» د وېش په برخه کې که ستونزه نه وه پیدا شوې؛ د هېواد د ترافیکو ادارې عواید به تر ۱۰ میلیارډه افغانیو پورې رسېدل.
د یادونې وړ ده چې د یاد هوکړه لیک پر بنسټ، د افغان ملي بانک اوسمهال د پلازمېنې کابل د ترافیک پولیسو عمومي ریاست کې مراجعینو ته بانکي خدمتونه وړاندې کوي او په پام کې ده چې دغه بهیر د هېواد بېلابېلو سیمو ته پراختیا ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته