امنیت

په بلخ کې يوه ميرمن دخپل ميړه دوژنې په جرم په اعدام محکومه شوه .

کابل باختر د وري شلمه  :
په بلخ ولايت کې يوې محکمې  يوه ميرمن دخپل ميړه دوژنې په جرم په اعدام محکومه کړه .  شل کلنې  راکيې  دوه مياشتې مخکې دمزارشريف ښار دبابا علي  په کارته کې دخپل ليوره  په همکارۍ  خپل ميړه دچړې په ګوزارونو سره وواژه .
دمزارشريف ابتداييه محکې  دغه دواړه په دې وژنه کې  مجرم وپيژندل او په اعدام يې محکوم کړل .
دمحکمې  غونډه پرون ددواړو لورو دکورنيواو ددوو تنو تورنو دمدافعو وکيلانو په شتون جوړه شوه .
دمزارشريف  دابتداييه محکمې قاضي دراکيې او صفي دسندونو او شواهدو له  څيړنې وروسته راکيه او ددې ليور ددغې ميرمنې دميړه په وژنه کې  مجرم وبلل او دواړه يې په اعدام محکوم کړل .
دمحکمې قاضي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې محکومين  کولاى شي په پريکړې  دنه قناعت په صورت کې داستيناف غوښتنه وکړي .
دبلخ ولايت دپوليسو څيړنې ښيي چې راکيې او صفي ناروا اړيکې لرلې .
صفي په پاى کې  تصميم نيسي چې  خپل ورور ووژني او له خپلې وريندارې راکيې سره وتښتي .
په پاى کې دواړه  په ګډه دشپې له خوا  دچړې په ګوزارونو سره  دغه سړى وژني  او کله يې چې غوښتل وتښتي دپوليسو له خوا ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته