-واشنګتن باختر دچنګاښ ١٤ مه
دامريکا دوسله والو ځواکونو هوايي پريټ دامريکا دمتحده ايالاتو دجمهور رييس دونالدترامپ په غوښتنه په واشنګتن کې ددغه هېواد دخپلواکۍ په ورځ ترسره شو .
په دغو مراسمو کې يو،ب _ ٢ ستراتيژيک بم غورځوونکى الوتکه له اف – ١٨ ، اف ٢٢ او اف ٣٥ جنګي الوتکو سره ګډون کړي و .
دامريکا دسمندري ځواکونو اکروباتيک ټيم هم په دغه مراسمو کې هوايي نندارې ترسره کړې .
دجولاي دمياشتې څلورمه نېټه دامريکا دخپلواکۍ ورځ هرکال په واشنګتن او دامريکا په نورو ښارونوکې داورلوبې په مراسمو سره نمانځل کېږي .
خو سږ کال دونالد ترامپ په پايتخت کې دپوځي پريټ په اجرا کولو ټينګار درلود . چې دانتخاباتي مبارزو په درشل کې له وسله والو ځواکونو څخه دسياسي ګټې اخستنې په باب دده دمخالفينو له اندېښنو سره يو ځاى و .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل