هرات باختردتلې د مياشتې ٢٣ نيټه :
د هرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ د مرکز جامع جومات نن د هرات د والي محمد آصف رحيمي له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه جومات د زر متره مربع ځمکې په ساحه کې جوړ شوى دى .
د پښتون زرغون ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات خطيب د دغه جومات د جوړولو په کارکې د هرات د والي د پاملرنې له امله مننه وکړه.
دغه جومات چې په عصري ډول جوړ شوى دى؛ په يوه وخت کې د دوه زره تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري .
په ولسي جرګه کې د خلکو استازي قاضي نذيراحمد حنيفي د دغه جومات د ځينو ملحقاتو په بشپړولوکې د خلکو د ونډې اخستنې له امله مننه وکړه.
د هرات ولايت د حج او اوقافو رئيس وايي چې د پښتون زرغون مرکزي جامع جومات د حج او اوقافو وزارت له بودجې څخه د اتو ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
د هرات والي محمد آصف رحيمي هم د جوماتونو د جوړولو د اهميت په بيانولو سره له خلکو څخه وغوښتل چې دټولګټو تاسيساتو دجوړولو په کارکې همکاري وکړي.
د هرات والي خلکو ته د جومات د ساتنې او څارنې او د نظافت د رعايتولو سپارښتنه وکړه او د خلکو د ځينو ستونزو د حل کولو په خاطر يې ژمنه وکړه.
په روان کال کې د هرات ولايت د ولسواليو په کچه دا لسم جومات دى چې دحج او اوقافو وزارت د بودجې په لګښت جوړيږي.
په هرات ولايت کې څه ناڅه لس زره جوماتونه شته چې کابو زر جوماتونه يې د حج او اوقافو رياست تر پوښتنې لاندې دي.
پاى ف ذ
0 1 دقیقه لوستل