ورزش

دالمان دفوټبال فدارسيون په همکارۍ دتنکيو ځوانانو دفوټبال روزنيز کورس په کابل کې جوړ شو .

کابل باختر د غبرګولي  اوولسمه :
دتنکيو ځوانانو يا دفوټبال روزنيز کورس نن دهيواد دفوټبال په فدراسيون کې پيل شو .
دهيواد دفوټبال فدراسيون  دخپرونوآمر عبدالرشيد عزيزي دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه کورس چې دالمان دفوټبال  فدراسيون په همکارۍ  پيل شوى دى  دتنکيو ځوانانو دڅانګې  ديرش تنه ښوونکي  پکې ګډون لري  چې دپنځو ورځو لپاره  به مسلکي زده کړې وکړي .
دغه راز دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ټاکل شوې  ده ددغه کورس  په پاى کې دفوټبال فدارسيون په لوبغالي  کې  دتنکيو ځوانانو جشن  جوړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته