امنیت

وسله وال مخالفين په خپلو بريدونوکې له ماشومانو څخه استفاده کوي .

کابل باختر د سلواغې پنځمه :
وسله والو مخالفينو دټولو ديني او انساني مسئلو په تر پښو لاندې کولو سره دګلثوم  په نامه يوه لس کلنه ماشومه په امنيتي ځواکونو دځانمرګي بريد ترسره کولو ته اړ ايستلې وه .
باختراژانس  دملي امنيت دلوى رياست ديوه خبرځاى له خولې خبر راکړ. دغه ماشومه پخوا دوسله والو مخالفينو له خوا دلښکرګاه ښار دباباجي  له ساحې څخه تښتول شوې وه او له څه مودې  وروسته په چاوديدونکو توکو ډک بکسې  سره ګومارله شوې وه چې په امنيتي ځواکونو ځانمرګي بريد وکړي .
  خو دغې کوچنۍ ماشومې ځان دهيواد  امنيتي ځواکونو ته تسليم کړه . وسله وال مخالفين دخلکو دمرګ ژوبلې په خاطر له هيڅ راز جنايت  څخه ډډه نه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته