کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٢نيټه :
امنيتي او دفاعي ځواکونو پرون د ننګرهار او کاپيسا په ولايتونو کې ٨ ډوله بېلابېل ماينونه کشف اوشنډکړل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ چې، ډار اچوونکو د وسايطو ضد يو ماين د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په ابکو بابا سيمه کې او ٧ نور ماينونه د تګاب ولسوالۍ په دادخېلو سيمه کې ځاى پرځاى کړي و چې، له چاودنې مخکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا کشف اوشنډکړاى شول. پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ