امنیت

په ننګرهارکې دبيلابيلو جنايي پيښو په اړوند د١٣ تنو نيول کيدل

  جلال آباد  باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو جنايي پيښو په اړوند ١٣ تنه نيول شوي دي.
دغه کسان په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  دننګرهار ولايت  په ګوټ ګوټ کې  دپوځيانو دځانګړو عملياتو اوپلټنې په بهيرکې نيول شوي دي.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل  چې په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو  اودانسان تښتونې تورلګول شوى دى.
ده وويل چې دغه کسان  ددغه ختيځ ولايت په بيلابيلو سيمو کې دپوځيانو دځانګړو عملياتو اوپلټڼې په بهيرکې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته