ټولنه

په پنجشير کې دچرګانو دوارد شويو غوښو مخه نيول کېږي

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
دپنجشير ولايت سيمه ئيزو مسوولينو دغه ولايت ته د زړو  چرګانو دغوښې واردول منع کړ .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې،  سيمه ئيز مسوولان دغه ټکى پرون په دغه ولايت کې ديوې غونډې په ترڅ کې بيان کړ او ويې ويل چې دهغو تحقيقاتو له مخې چې ترسره شول زړو چرګان دسرطان دناروغى او دنورو ناروغيو عامل دي  له دې امله دچرګانو دغوښې واردول دپنجشير بازارونو ته له دې وروسته  بند دى .
دپنجشير دوالي مرستيال محمد امين صديقي  وايي چې دخلکو ژوند او دټولنې روغتيا موږ ته ارزښت لري او موږ نه غواړو دغه رازموارد دپنجشير داوسيدونکو دروغتيا دستونزې سبب شي .
  ختم_ عطاالله =- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته