کابل / د سلواغې ۲۵ مه/ باختر
د بنجشېر د بازارک ښاروالۍ د بیو د کنټرول کمېټې پرون د دغه ولایت په بازارونو کې د لومړنیو توکو لپاره نرخ نامې وټاکلې او ووېشلې.
د بازارک ښاروال رحمت الله محمدي باخترآژانس ته وویل چې د خوراکي توکو د نرخ نامې پاڼه د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په ټولو پلورنځیو کې وېشل شوې ده.
هغه وویل چې که هټيوال ټاکل شوې نرخ نامې ته پاملرنه ونه کړي او ګران پلورنې ته دوام ورکړي، د یوې اوونۍ لپاره به یې دوکانونه وتړل شي او زر افغانۍ به نغدي جریمه شي.
ع