ټولنه

په ننګرهارکې د يوه سړک د جوړولو کار پيل شو

کابلباختر د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
د ولسي تړون ملي پروګرام په دې وروستيوکې په ننګرهار ولايت کې د يوه سړک د جوړولو کار پيل کړی دی .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د عامه اطلاعاتوا ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه سړک د څه دپاسه څلورو ميليونو افغانيو په لګښت د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام ودانۍ ته د نغدي پرمختيايي وجهې له خوا جوړيږي.
دغه سړک د دوو کيلومترو په اوږدوالي او د پنځو مترو په سور جوړيږي او دغه راز د واټ د دواړو خواوو ټينګښت هم په دې پروژه کې شامل دى .
د دغه سړک د کار په بشپړيدو سره، په کامې ولسوالۍ کې څه دپاسه٥٠٠ کورنۍ له اسانتياوو څخه یې برخمې کېږي .
  ختم_   مينه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته