امنیت

دملي دفاع وزارت ويندوى : په ځينو ولايتونو کې دملي اردو عمليات بريالي دي

دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمي نن د ايساف د ځواکونو له ويندوى سره په يوه ګډه خبري غونډه کې دهغو عملياتو د برياليتو بونو يادونه وکړه چې په ځينو ولايتونو کې دوام لري

ده څرګنده کړه : دغه عمليات د نورستان ، کو نړ ، لغمان ، پکتيا ، زابل ، هلمند ، خوست ، لوګر ، پکتيا ، نيمروز ، هرات او بادغيس د ولايتونو دځينو سيمو دپاکولو په خاطر ترسره شول چې له امله يې د وسله والو مخالفينو په تيره بيا دحقاني شبکې يو شمير سرګرو پا ن نيول شوي دي

د باختر د اطلاعاتي اژانس دخبريال د خبر له مخې : دغه راز په دى کنفرانس کې عظيمي ددوديزي لويې جرګي په جوړ ولو کې د نورو ځواکونو په مرسته د ملى اردو دځواکونو کار او فعاليت وستايه

دغه راز په دي خبري غونډه کې د کابل ديوسلو يوولسمي فرقي قوماندان جنرال قدم شاه شهيد دپنځو تنو د نيولو چې په هغو کې د ګاونډيو هيوادونو د استخباراتو يو تن منسوب هم شامل دي ، خبر ورکړ ويې ويل: دغو کسانو غوشتل په چاوديدونکو توکو بار د يوه موټر په کارولو سره کابل ښار ته ننوځي ، خو دکابل د ارغندي په مربو طاتو کې ونيول شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته