-کابل / دزمري ١٠مه /باختر:
د قندهار په ځينوسيمو د پاکستاني پوځيانو له مرګاني راکټي برېدونو وروسته سيمه ييزو مقاماتود څېړنو د پيل خبرورکړى دى.
د چارشنبې په شپه د قندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانوله خوا راکټي بريدوشو چې ديوماشوم په ګډون١٥ تنه ملکيان ووژل شول اواتيا تنه نور ملکيان ټپيان شول.
د قندهار والي حيات الله حيات د ميرويس په مرکزي روغتون کې د دغې پېښې د ټپيانو د پوښتنې په وخت کې وويل چې دوى د پاکستاني پوځيانو د دغو راکټي برېدونو ځواب ويلو ته چمتو دي .
حيات الله حيات دغه بريد وغانده اود روغتون له ډاکټرانو څخه يې وغوښتل چې د ټپيانو په درملنه کې هلې ځلې وکړي .
له بله پلوه د سپين بولدک ولسوالۍ مسوولين وايي چې د پاکستاني پوځيانو په راکتټي بريد کې په لسګونوکورونه ويجاړ شوي دي او په سلګونوکورنۍ هم د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د قندهار ښار ميرويس روغتون ته د راکټي برېدونو د ټپيانو له لېږدونې وروسته په سلګونو ځوانان د روغتون په وړاندې ليکه جوړه کړه او ټپيانو ته وينه ورکړه.
پاکستاني پوځيانو تراوسه پورې د دغه راکټي بريد په باب څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل