کابلباختر د ميزان ٢٠
په کاپيسا ولايت کې نن د دوو ترافيکي پيښو له امله دوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نورټپيان شول.
دکاپيسا ولايت د امنيه قوماندانۍ دترافيکو مديرعبدالظاهر باخترآژانس ته وويل: لومړۍ پيښه د البيروني پوهنتون ته څېرمه د دووکرولاموټرونو د ټکر له امله را منځته شوه چې له امله يې يوتن ووژل شو اوڅلورتنه نورټپيان شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: ددغې پيښې د دووتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
دترافيکو مدير زياته کړه: دويمه پيښه چې دکاپيسا ولايت دنجراب په ولسوالۍ کې له يوموټرسره ديوموټرسايکل دټکر له امله رامنځته شوه يو تن ووژل شو اويوتن بل ټپي شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ