خبرونهاقتصادټولنه

په بغلان کې د څه باندې ۲۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت پراختیايي پروژې پلې شوې دي

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر

په روان کال کې د پلخمري ښاروالۍ  له لوري د ۲۲۷ میلیونو او ۶۰۶ زره افغانیو په لګښت څلور بنسټیزې او عامه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د پلخمري ښاروال مولوي عبدالطيف مظلوم د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو پروژو کې د يوه سوداګريز مارکېټ جوړول، د پلخمري ښار د درېيمې او څلورمې ناحيو د سړکونو کانګرېت کول، د پلخمري ښار د کرکر سړک جغل اچول او پخول او دغه راز د ښاروالۍ د مرکزي دفتر په ساحه کې د یوه جومات جوړول شامل دي.

مظلوم زیاته کړه، چې د يادو پروژو په جوړېدو او بشپړېدو سره د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو ترڅنګ زرګونو هېوادوالو ته ګڼې آسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

هغه وویل چې په پلان کې لس نورې زیربنایي پروژې هم لرو، چې په راتلونکي کال کې به پلې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته