نړۍ

پاکستاني طالبان له داعش سره يوځاى شول

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٣  :
پاکستاني طالبان له داعش سره  خپله وفاداري اعلام کړه .
دباخترآژانس دخبرله مخې : دپاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد رسنيو
ته ويلي دي  دپاکستاني طالبانو مشر  له داعش سره  دملاتړ او وفا دارۍ  داعلامولو په ترڅ کې له خپلو افرادو څخه غوښتي دي  چې له ابوبکر بغدادي سره دې  مرسته او همکاري وکړي.
له داعش سره دغه ملاتړ  له هغه وروسته اعلاميږي چې   دالقاعده مشر ايمن الظواهري    دطالبانو پخوانى قوماندان عاصم عمر دالقاعده دآسيا دجنوب  دنوي  څانګې  دامير په توګه معرفي کړ.
دغه اقدام ددې سبب شو چې دپاکستاني طالبانو يوشمير مشران دالقاعده له  چتر څخه ووځي .
دداعش  بيرغونه دخيبر _ پښنتونخوا ايالت او دهند ترکنترول لاندې کشمير په ځينو سيمو کې هم رپول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته