ټولنه

څه د پاسه ٢٠٠ بېځايه شوي کورنى له کابل څخه خپلو اصلي سيموته روان شول

کابل /د تلي ١٦مه /باختر
د کابل ښارد خيرخانې له پارک څخه ٢٤٠ بېځايه شويوکورنيو د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت د پروګرام له لارې د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سيموته روانې شوې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت مالي او اداري معين ارسلان خان خروټى د دغو کورنيو د لېږدونې په وخت کې وويل: د يو ان اچ سي ار موسسې له هرې کورنى سره دوه سوه ډالره او د رمضان بشردوست خيريه بنسټ يوه اندازه پيسې د موټر د کرايې په خاطر مرسته کړې ده او د هغوى د غرمې او شپې ډوډۍ د الکوزى شرکت په غاړه اخيستې دى .
د خروټي د څرګندونوله مخې؛ دغه بېځآيه شوي د تېر رژيم د فساد له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي و او دغه وزارت هلې ځلې کوي چې دهمکارو موسسو په مرسته هغوى خپلو اصلي سيموته ولېږدوي.
د کابل د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس قاري عبدالمتين رحيم زي وويل چې له کابل څخه د بېځايه شويو د لېږدوني بهير د همکارو موسسو په مرسته پيل شوى دى او په دې نږدې راتلونکې کې به پاى ته ورسېږي.
-ج=ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته