کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
دکندز ولايت دچټک غبرګون دقطعې پوليسو نن معلولو افرادو سره د ژمني توکو مرسته وکړه.
دکندز ولايت د چټک غبرګون د قطعې قوماندان عمک خان باخترآژانس ته وويل: په دغو مرستوکې شړي، جاکټونه ، موزې، دښوونځي بکسونه او د چايو ترموزونه شته چې په شپيتو تنو معلولينو باندې وويشل شول.
ويل کيږي معلولينو دغه مرسته ناکافي وبلله او د دولتي مسوولينواودمرسته کوونکو مرکزونو څخه يې د زياتې مرستې غوښتنه وکړه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ