امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په تخارکې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ٢٤ مه شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په تخار ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول . د تخار د پوليسو وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دشت قلعه ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې د پوځيانو د مقاومت په نتيجه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې سخت ټپيان شول . ده زياته کړه چې د دغې نښتې په بهيرکې يو پوليس شهيد او يو تن بل ټپي شو. ويل کېږي، اوس سيمه د پوځيانو تر کنترول لاندې ده او نور وسله وال طالبان وتښتيدل. پاى شکریه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته