امنیت

دهېواد په ختيځ کې دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان په شپږ کاله بند محکوم شو .

کابل باختر دتلي  شپاړلسمه :
دهېواد په ختيځ  ننګرهارولايت کې محکمې په يوه علني غونډه کې دسيمه ئيزو  پوليسو يو قوماندان له قوانينو څخه په سرغړونې او له وظيفوي  صلاحيتونو څخه دناوړې استفادې په تور په  ٦ کاله بند محکوم کړ .
په اچين ولسوالۍ کې دسيمه ئيزو پوليسو  يو قوماندان بلال د اوسيدونکو دپراخو اعتراضونو  په دوام  ددولت له خوا تر څارنې لاندې راغى .
داچين اوسيدونکي وايي چې قوماندان بلال او دده ملګري په وار وار سره په غلا ، باج اخستلو ،  او وژنې لاس پورې کړى دى .
په اچين  ولسوالۍ کې ددغو اوسيدونکو په اعتراضي غونډه کې بمي چاودنه وشوه چې په دې پيښه کې يوشمير وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .
په ننګرهار کې دپوځي ابتداييه  محکمې رييس قضاوت يار  تورن  ګلبدين نصرت يار دباختر اژانس خبريال ته وويل  چې دوى دسندونو له څيړنې وروسته دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان له عسکري قانون سره سم له وظيفوي صلاحيتونو څخه دناوړې استفادې په تور په  ٦ کاله بندمحکوم کړ .
دغې محکمې دبلال قوماندان دوه ورونه هغه کافي دليل چې ددوى دګناه لامل و په دوى کې نه وه بې ګناه وبلل  .
ځينې  اوسيدونکوله بلال  قوماندان او دده له افرادو څخه يې زيان ليدلي دي او دپوځي محکمې له فيصلې  څخه هرکلي  وکړ خو دايې ناکافي وبلله .
محکمه وايي  چې فيصله يې وروستۍ نه ده او تورن کولاى شي دبيا کتنې  غوښتنه وکړي . 
ختم_ش کريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته