کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
د هېواد په جنوب زون کې ٣٦ تنه ډار اچوونکي د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په تېرو ٢٤ ساعتوکې د روزګان ولايت د ترينکوټ ښار په شاوخوا او د خاص روزګان د ولسوالۍ او د زابل ولايت د ارغنداب او شينکي د ولسواليو په مربوطاتوکې د خالد_ ٩٦ په چوکاټ کې د اتل په نامه د امنيتي ځواکونو د محاربوي او چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٣٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢١تنه نوريې ټپيان شول.
دغه راز په دغو عملياتوکې د دښمن اته موټرسايکلونه او يو موټر سوځول شوي او د روزګان، زابل او د قندهار د ولايتونو له مربوطاتو څخه٤٠ ډول ډول ماينونه کشف او شنډکړاى شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل