ورزش

د يوې نوې ورزشي څانګې فدراسيون جوړ شو

کابل باختر دکب  لومړي :
د (پارکور) ورزش فدراسيون نن د المپيک په ملي کميټه کې پرانستل شو.
پارکور يو ډول ورزش دى چې له موانع څخه تيريږي او د دغه ورزش ورزشکاران په زياترو جشنواروکې د دغه ورزش په نندارو سره په لاسونو سره له موانع څخه د ټوپونو په تيريدو سره دغه لوبه ترسره کوي .
  د المپيک د ملي کميټې د خپرونو غړي منور شاه شهزاد د باخترآژانس خبريال ته وويل: مخکې له دې دغه ورزش په کلپونوکې ترسره کيده او اوس به دغه ورزش د يو بل فدراسيون په چوکاټ کې فعاليت وکړي
د شهزاد د څرګندونوله مخې: اوس د کابل ښار په کلپونوکې څه د پاسه دوه سوه ورزشکاران فعاليت لري او نجونې هم د دغې څانګې ورزش ترسره کوي .
د پارکورفدراسيون دالمپيک دملي کميټې د رييس محمد ظاهر اغبر او د فدراسيونونو د رييسانوله خوا دالمپيک دملي کميټې په انګړکې پرانستل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته