سیاست

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه دحامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه .

کابل باختردچنګاښ شپاړلسمه :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي  په مشري  دجمهوري رياست   دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
  دچارو دادارې او دوزيرانو شورا  ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ.  په پيل کې  دملي دفاع وزير  دهلمند ولايت  دسنګين ولسوالۍ ته  دخپل سفر په باب  چې په دې وروستيو وختو کې دهيواد ددښمنانو له خوا پرې بريد شوى و  غونډې ته مفصل معلومات  وړاندې کړل او زياته يې کړه. ددغو بريدونو په بهير کې زموږ يو شمير هيوادوال شهيدان او ټپيان شوي دي او يوشمير کورنۍ  له خپلو اصلي سيمو څخه  بي ځايه شوي دي .
ورپسې  دعامې روغتيا ،  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا  او دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزيرانو  دهلمند ولايت  په مرکز او دګرشک په ولسوالۍ کې دسنګين ولسوالۍ  بي ځايه شويو کسانو ته دکافي اندازې خوراکي توکو ، درملو او دشړيو ، خيمو ، ترپالونو ، غنمو ، غوړيو او حبوباتو په ګډون  ددولت او دنړيوالو موسسو  دمرستو دليږدونې په باب معلومات ورکړل  او زياته يې کړه،  دجګړې دسختوالي په نسبت   دغه مرستې  دسنګين ولسوالۍ ته  نه دي ليږدول شوي .
دوزيرانو شورا  دشهيدانو پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير او دبيړنيو حالاتو دملي کميټې  مرستيال موظف کړ چې دملي دفاع  وزارت او دنړيوالو موسسو په همکارۍ  دې ډير ژرددولتي مرستې  دهلمند ولايت  دسنګين ولسوالۍ ته  وليږدوي او دنتيجې په باب دې  دجمهوري رياست مقام ته  رپوټ  وړاندې کړي .
ورپسې  دملي امنيت سلاکار دسرحدي ولايتونو دواليانو اودملي سوداګرو دوړانديز له مخې  په اقينه بندر کې په پطرولو بار  داووه شپيتو ټانکرونو ، له پولې اخوا د٦٢٠٠ټنوتيلو ،  په اسلام کلا بندر کې  د٥٥٠ټانکرونو ،  په نيمروز بندر کې  د٨٥٠ټانکرونو په اي – ٨٠ مارک  په پطرولو بار اته اويا مليونوکې د٨٣٥ ټانکرونودستونزو دلرې کولو په باره کې  چې پخوا دملي سوداګرو له خوا  پيرودل شوي  دي او اوس   دوزيرانو شورا  د١٣٩٢ کال  دکب دمياشتې  دپنځمې نيټې  د٤٥ ګڼه مصوبې له لارښوونې سره سم  چې په دغه مارک دپطرولو  واردول  منع کړي شوي دي  دهيواد په بندرونوکې  درول شوي دي  ، د موظف هيئت طرحه  په دې  ډول  غونډې ته وړاندې کړه .
_  دوروستي ځل لپاره  يوازې  هغو سوداګرو او دنفتي توکو واردوونکي ته چې  ټانکرونه يې دهيواد بندرونو (  صفري سيمو او له پولې اخوا )  رسيدلي دي  او په تيلو بار وسايط يې  درول شوي دي  دقرارداد او له ګاونډيو هيوادونو څخه  دبارولو دسندونو په کتنې سره  په  بندرونو کې د محصول او دخول اجازه ورکړي شي  او سوداګر مکلف دي  چې خپل وسايط  په ديرشو ورځوکې  هيواد ته  راوليږدوي .
_  دلومړى بند دمودې  دپاى ته رسيدو  له نيټې وروسته  دنفتي توکو په ليږدونه کې  دځنډ په باب  هيڅ راز عذر اومعذرت  دمنلو وړ نه دى ، له مرتکبينوسره دې  له قانون سره سم  جدي چلند وشي .
_ دغه موده يوازې  دهيواد بندرونو ته د اي – ٨٠ واردو شويو پطرولو لپاره ده، نور اومه اونيمه اومه مواد او تيل  په دې  کار کې شامل نه دي ، دوزيرانو شورا د٤٥ ګڼه مصوبې لارښوونه  ورباندې  دتطبيق وړ ده .
_ دپانګه والو دلازيات ملاتړ په مقصد هغه چاڼ ځايونه  چې کولي شي دهيواد له اومو تيلو څخه  اي – ٨٠ پطرول او _٦٢-٠٥L) توليدوي  ترشپږو مياشتو  پورې دې  خپل توليدات  بازار ته وړاندې کړي او دټاکلي مودې  په  دننه کې دې  دخپلو چاڼ ځايونو توليدات  له نويو ټاکل شويو ستندردونو سره سم  عيار کړي .
دوزيرانو شورا  دموظف هيئت وړانديز تاييد کړ او دسوداګرۍ او صنايعو وزارت ته يې دنده وسپارله .
ملي سوداګرو ته  دې  تفهيم شي  چې دهمدې مودې په دننه کې دې په تيلو بار خپل ټانکرونه هيواد ته  راوليږدوي .
دغه راز دسوداګرۍ او صنايعو وزير په هيوادکې  داوبلن ګاز دبيو دکنترول په مقصد داوبلن ګاز دپيرودونې په مقصد  دپنځومليونو ډالرو غوښتنه وکړه .
  دوزيرانو شورا  دسوداګرۍ او صنايعو وزارت  موظف کړ  چې له بانکي پور څخه  په استفادې سره دې  داوبلن ګاز  په پيرودونې  اقدام وکړي .
  له اجندا سره سم  دکورنيو چارو وزير دنشه يي توکو دقاچاقو او دسازمان موندلو جرمونو دشبکو  دڅارنې  ،  موندلو او نيونې په مقصد د استراق  سمع دسيستم دبيا اجازې  دصادرولو  غوښتنه  غونډې ته طرحه کړه او څرګنده يې کړه  ، وزيرانو شورا دخپلې  ١٣٩٣ کال دغبرګولي دمياشتې  دڅلورمې نيټې په غونډه کې دکورنيو چارو وزارت  دمخابرې  دضبط  ددستګاه دفعاليت  بندول  تصويب کړى دى  چې  دنشه يي توکو دقاچاقو وړونکو دپيژندنې په باره کې يې  يو لړ ستونزې پيداکړي دي .
  دوزيرانو شورا دهيوادوالو دخبرو دمصوونيت  دساتنې په خاطر  ددغې دستګاه  بيا فعالول  تاييد نه کړل.
ورپسې  کابل ښاروال  دوزيرانو شورا  د١٣٩٢ کال دلړم دمياشتې  دلومړى نيټې دغونډې  له پريکړې سره سم  دجامع جومات  او دپارک  دجوړولو او د١٣٥٧- ١٣٥٩ کال  دشهيدانو د درناوى په مقصد ديادګاري څلې  دجوړولو په لاره کې  چې دوخت  دخاد ددستګاه له خوا  شهيدان شوي دي  داحمد شاه بابا مينې په پروژه کې  دڅلور جريبه ځمکې دساحې  تعديلي سکيچ غونډې ته طرحه کړ چې تصويب شو .
  ورپسې  دترانسپورت او دملکي هوايي چلند وزير  دماليې وزارت  دتاسيساتو او د سترو کنفرانسونو دتالار دجوړولو په لاره کې دغه وزارت ته  دملي بس دتصدي  دملکيت  د دوه اتيا زره متره مربع ځمکې  دليږدونې شخړه غونډې ته طرحه کړه  او غوښتنه يې وکړه  چې په لومړى ګام کې دې  دماليې وزارت  مکلف کړى شي چې دملي بس دتصدي له اماکنو څخه  داستفادې کرايه  ورکړي او وروسته دې ددواړو وزارتونو ترمنځ  دجايداد دليږدونې په برخه کې  تفاهم وشي .
  دوزيرانو شورا دتراسنپورت او هوايي چلند اودماليې وزارتونه  موظف کړل  چې دملي بس دتصدي  دکرايې  اوجايداد دليږدونې په برخه کې تفاهم وکړي او ستونزه دې حل کړي . 
  دغونډې دکار په دوام  دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې لوى رييس  د٥ر٨٦مليونو افغانيو په ټوله بيه  داشخاصو دملکيت (  ١٨٨٣٢) متره  مربع  حمکې استملاک چې په هغې کې مزارشريف ښار والي له خوا  دمزارشريف ښار ( يو ) پروژه  تطبيق شوې ده  غونډې ته  طرحه کړ چې دتصويب وړ وګرځيد .
په همدې ترتيب  کابل ښاروال داشخاصو دملکيت  د٥ر٧مليونو افغانيو په ټوله بيه  دلس زره درې سوه شپږ متره مربع ځمکې  داستملاک  پيشنهاد چې دسرپل ولايت  دمرکز  سړک پکې جوړ شوى دى  ، غونډې ته وړاندې کړچې دبيې په اصل کې  په سلوکې په ديرشو تخفيف سره  تصويب  شو .
  دغونډې  په پاى کې  دبهرنيو چارو  دوزير له خوا  درې مورده  نړيوال تړونونه طرحه شول چې دتاييد وړ وګرځيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته