امنیت

زمری پیکان ونیول شو .

کابل  د زمري  ۲ باختر
د امن او عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان چې د وژنې او اداري فساد په جرم په بند محکوم شوی و نن سهار د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له خوا په کابل کې ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د پیکان د نیولو خبر تایید کړ.
په پیکان د وژنې ،د خمکې د غصبولو او د غیرو مسوولو وسله والو کسانو د لرو  تور لګول شوی دی .
د کابل په شمال کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې پیکان د دوی د کورنۍ څو غړي وژلي دي چې پیکان له خوا دغه ادعا رد شوې ده .
پیکان درې کاله مخکې له اداري فساد سره د مبارزې دعدلي او قضایی مرکز د ابتداییه محکمې له خوا له دندې څخه د ناوړه استفادې او د پولیسو د یو افسر د وژلو په تور په اته کاله او شپږ میاشتو بند په سزا محکوم شوی و. سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته