-کابل /دتلې ٧مه /باختر:
په بغلان کې پرون دجمهوري رياست دانتخاباتو په ورځ دڅو تروريستي پېښو مخه ونيول شوه .
دبغلان امنيتي مسوولانو دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت امنيتي او دفاعي منسوبانو پرون ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دڅو ډار اچوونکو بريدونو مخه ونيوله .
دغه راز دبغلان دملي امنيت منسوبانو يوه ورځ مخکې دپلخمري ښار په مربوطاتو کې دراى ورکولو مرکزونو ته څېرمه دڅلورو ماينونو په کشفولو سره خلکو ته دسردزيان داوښتنو مخه ونيوله .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ