سیاست

دبهرنيو چارو وزير داسترليا دملي ورځې له امله مبارکي وويله.

کابل – باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزير داسترليا دملي ورځې له امله مبارکي وويله دبهرنيو چارو وزارت ويندوى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ، دبهرنيو چارو دوزير ډاکتر زلمى رسول له خوا داسترليا دملي ورځې له امله ددغه هيواد دبهرنيو چارو دوزير يابکار په نامه دمبارکي پيغام ليږل شوى دى.
په پيغام کې دمبارکي دمراتبو دڅرګندونو په ترڅ کې ويل شوى دى لازمه بولم له افغانستان او په تيره بيا به دغه مهم تاريخي پړاو دمسوليتونو دليږدونې دبهير او دبدلون دلسيزې دپيل په درشل کې داسترليا دخلکو او دولت دملاتړ له امله قدرداني وکړم.
بشپړ باور لرم چې دستراتيژيک مشارکت دسند په لاس ليک کولو سره د دواړو هيوادونو په اړيکو کې نوى فصل پرانستل شوى دى چې له مخې زموږ دهيوادونو ترمنځ دوستانه او اوږمهالي اړيکې لازيات ټينګښت او دوام مومي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته