ښوونه او روزنه

دکانکور داوطلبان د کانکور ازموينې دلارښود دکتابچو دبيو دزياتوالي له امله نارضايتي څرګنده کړه .

کابل باختر د لړم اته ويشتمه :
دلوړو زده کړو وزارت  په دې وروستيو وختوکې  دکانکور ازموينې  دلارښود کتابچو بيه  دوه برابره  زياته کړې ده . چې دغه اقدام د کانکور دداوطلبانو دنارضايتي  سبب شوى دى .
  دلوړو زده کړو وزارت وياند  ډاکتر صفي الله جلالزي په دې باب دباختراژانس خبريال ته وويل  دکانکور  دلارښوونې کتابچې  دڅانګو کوډونه  دازموينې فورمه ، دازموينې کارت او د پوښتنو کتابچې  چې دکانکور دازموينو په رياست کې  چاپيږي  لګښت ته اړتيا لري . او په تيرو کلونوکې دکانکور له هر داوطلب څخه دوه سوه شل افغانۍ اخستلې کيدې .  خو دبيو دلوړوالي  اونورو لګښتونو له امله  دکانکور دازموينو رياست  دفورمو بيه له دوه سوه شلو افغانيو څخه  څلور سوه افغانيو ته  لوړه کړې ده .
  ده زياته کړه چې دغه تصميم  نه يوازې  دلوړو زده کړو وزارت له خوا بلکې  دکانکور دشورا له خوا  چې دوزارتونو او دبيلابيلو بنسټونو استازي  پکې شامل دي  نيول شوى دى .او له بله پلوه  دغه پيسې  دپوهنې وزارت له خوا راټولېږي  او د دولت  ٦٠٠١ حساب ته ليږدول کيږي .
په همدې حال کې  دکابل ښار دکانکور يو تن داوطلب نجيم الله وويل  دولتي بنسټونو چاړه  اخستى دى  او په قصابي پيل کړې دي .
ده وويل  بيې دوه برابره نه دى شوى  چې دلوړو زده کړووزارت په يوځل  دکانکور  دلارښودو کتابچو بيه  له دوه سوه شلو افغانيو څخه  څلور سوه افغانيو ته لوړه کړه . او دوه برابره يې کړه . 
ده زياته کړه  چې دبيو  زياتوالي  ساده  اوبې مانا دليل دى  چې مسوولين يې  په دې باب  څرګندوي .
دغه راز دلوړو زده کړو وزارت وياند دخصوصي  پوهنتونونو او لوړو زده کړو دموسسو  فارغانو ته  دډيپلومونو  دويشلو په باب وويل  چې دخصوصي لوړو زده کړو دبنسټونو  فارغانو ته  د ډيپلومونو  دويشلو موضوع  تر کار لاندې دى . او پړاونه يې  د بشپړيدو په حال کې دى . چې ډيپلومونه  په خاص کيفيت سره  په يو بهرني هيواد کې چاپ شي . 
ده زياته کړه  په دې کار سره  له يوې خوا  د تقلبي ډيپلومونو مخه نيول کيږي او له بله پلوه  دډيپلومونو دويشلو موضوع به او دهغو ثبت او راجستر  په ښه صورت  دلوړو زده کړو وزارت تر کنترول لاندې او دزيات شفافيت  په تامينولو سره  ترسره شي .
دغه راز  شکيلاچې په يو خصوصي پوهنتون کې  زده کړه کوي  دباختراژنس خبريال ته وويل  ټوله نړيواله ټولنه په افغانستان کې شتون لري  او په هره برخه کې  يې په مليونونو ډالره لګولي دي  خو له بده مرغه  چې دلوړو زده کړووزارت  د ډيپلوم دمعياري چاپ ظرفيت نه لري  او هغه له هيوادڅخه بهر چاپوي . او لګښت يې له بې وزلو او فقيرو کورنيو څخه چې آن دخپلو بچيانو دموټر کرايه نه لري  ، اخلي .
دغه راز  دلوړو زده کړو وزارت وياند  دکانکور ازموينې  د اخستلو دلارو چارو دبدلون په باب وويل  دکانکور ازموينې په بهير کې  د درغلۍ او نقل دمخنيوي په مقصد  هر داوطلب ته  دپوښتنو جلا جلا کتابچې  ورکول کيږي  چې دځوابونو دکلي له جوړولو څخه  مخنيوي وشي  او دکانکور په ازموينه کې  په بشپړه توګه شفافيت تامين شي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته