سیاست

د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو تیلیفوني خبرې

کابل / د غويي ٣١مه / باختر
د بهرنیو چارووزارت سرپرست له خپل ترک سیال ښاغلي مولود چاوش اوغلو سره د تیلیفون پر لیکه خبرې وکړې.
دبهرنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې اتمر د ورور او دوست هېواد ترکیې له مرستو څخه  د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په لار کې، په خاصه توګه دې سولې په اړه د آسیا زړه – استانبول پروسې د نوښت په چوکاټ کې مننه وکړه. په همدې لړ کې، اتمر د سولې اړوند د وروستیو سیاسي تحولاتو په هکله په تېره بیا د سولې په تړاو د سیمه اییزې اجماع د رامنځ ته کولو، د بشردوستانه اوربند د تامینیدلو، د سولې د مذاکراتو عاجل پیل او د افغان دولت او طالبانو تر منځ د بندییانو د تبادلې په اړه خپل سیال ته معلومات ورکړل. په افغانستان کې د ناتو پوځونونو په چوکاټ کې، له افغان مسلحو قواو څخه د ترکېې هېواد ملاتړ څخه د ستایلو تر څنګ، اتمر د افغانستان، ترکېې او پاکستان د همکاریو د درې اړخیز میکانیزم پر اهمیت هم خبرې وکړې.
ښاغلي چاوش اوغلو اتمر ته د نوې دندې له کبله د مبارکۍ ویلو تر څنګ هغه ته بلنه ورکړه تر څو د کورونا ناورین له ختمیدو وروسته له ترکیې څخه لېدنه وکړي. نوموړي د وروستۍ سیاسي هوکړې په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته  کړه چې، هېواد یې ژمن ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید تر پخوا هم پیاوړي شي. ښاغلي چاوش اوغلو له افغان دولت او مسلحو قواو څخه د خپل هېواد د ټینګ ملاتړ پر څرګندولو سره، خپل سیال ته ډاډ ورکړ چې هېواد یې له افغان سولې څخه په ټینګه ملاتړ کوي. نوموړي د خپل هېواد د هغو صحي مرستو په اړه چې له کورونا سره د مبارزې لپاره به یې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته واستوي هم معلومات ورکړل.
دواړه لورو له کورونا سره د مبارزې په لار کې د تجاربو د شریکولو تر څنګ، پر همکاریو ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې جهان د دې ویروس له شره خلاص او افغانستان ته تل پاتې سوله راشي. پاى-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته