امنیت

د کوهستاناتو او تيورې د ولسواليو د نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٢  :
د ملي دفاع وزارت وايي چې امنيتي او دفاعي ځواکونه به ډير ژر دغه ولسوالۍ له وسله والو طالبانو څخه بېرته ونيسي .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د غور او فارياب د ولايتونو سيمه ييزو مقاماتو پرون د وسله والو طالبانو له خوا د کوهستاناتو او تيورې د ولسواليو د نيولو خبر ورکړ .
د ملي دفاع وزارت وياند د دغو دوو ولسواليو د مرکزونو سقوط تائيد کړ او ويې ويل چې د دغو سيمو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شوي دي   .
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري وويل: زموږ قوتونو د دغو دوو ولسواليو له مرکزونو څخه په دې خاطر چې ملکي وګړو ته زيان  ونه رسيږي، په شا شوي دي. زموږ کومانډو ځواکونه اوس دغو سيمو ته رسيدلي دي او په ډير لږ وخت کې به دغه سيمې له دښمن څخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته