سیاستخبرونهTOP

د رياست الوزرا سياسي مرستيال: د نظام د پایښت لپاره د ديني عالمانو او قومي مشرانو سلا مشورې مهمې دي

کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په جلا جلا کتنو کې د پنجشېر ولایت له امنیه قوماندان او يو شمېر ديني عالمانو او قومي مخورو سره وکتل.
په دې کتنو کې، قومي مخورو او ديني عالمانو د اسلامي نظام پر پاېښت او پياوړتيا خبرې وکړې ‏همداراز علمي شخصیت استاد محمد زمان مزمل وویل چې د نظام دایمي ثبات کولای شي افغانستان له نړۍ سره سیال کړي.
نوموړي زیاته کړه، په افغان ټولنه کې لوی ظرفیت شته او حکومت ته په کار ده، چې د نظام د لا قوت لپاره ترې کار واخلي.
په يوې بلې جلا کتنه کې بيا د پنجشېر ولايت امنیه قوماندان قاري عبدالله بدري وویل، د یاد ولایت ټولې سیمې بشپړې امن دي او پوځي او ملکي کارکوونکي په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړي.
د نوموړي په وینا، په پنجشېر کې د سيمه ییزو ادارو د لاسته راوړنو یو لامل د خلکو همکاري ده.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغو کتنو کې وويل چې د نظام د پایښت لپاره د ديني عالمانو او قومي مشرانو سلا مشورې مهمې دي او د حکومت چارې د خلکو د غوښتنو پر اساس پر مخ ځي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ولسي ملاتړ جلب د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال همداراز د پنجشېر امنیه قوماندان سره په کتنه کې نوموړي ته يو لړ مهمې سپارښتنې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته