سیاست

جمهور رئیس غني: د عدالت اصل او د قضا خپلواکۍ ته ژمن یم

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په  حضور کې د سترې محکمې نوي غړي قضاوتوال عبدالحسیب احدي خپل د لوړې مراسم پر ځای کړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې پرون ماسپښين په ارګ کې ترسره شول، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس او د سترې محکمې د عالي شورا غړیو هم حضور درلود، جمهور رئیس غني وویل، خوښ یم چې د سترې محکمې بل غړي هم له ولسي جرګې څخه د باور رایه واخیسته.
د هېواد جمهور رئیس په قضا او په مجموع کې د افغانستان په قضایه قوه کې د مثبتو بدلونونو د راوړلو له امله د قاضي القضات او د سترې محکمې د عالي شورا د غړیو قدرداني وکړه. 
جمهور رئیس وویل، خلک غواړي، چې د سترې محکمې له کړنو خبر وي او  ښه به وي، چې په هغه بنسټ  کې له مثبتو بدلونونو څخه هم خبر شي. 
جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، چې د قضا په چارو کې د دولتي او غیر دولتي مقاماتو هیڅ ډول مداخله د منلو وړ نه ده.
محمد اشرف غني وویل، په پرېکړو کې د قضا خپلواکي او د عدالت اصل ته ژمن یم او باید ټول دولت د دې پیرو وي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته