امنیت

په يوه ګڼ ميشته ساحه کې د طالبانو طرحه شنډه شوه

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ١١ :
د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د بمي بريد د ترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه.
امنيتي ځواکونو يو موټرسايکل چې يرغلګرو له خوا د پنجوايي ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته ساحه کې درول شوى و ، کشف او شنډ کړ.
د قندهار ولايت رسانه يي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې طالبانو غوښتل په دغه بمي بريد سره په ملکي وګړو ځانمرګى بريد وکړي؛ خو بريالي نه شول.
طالبانو تر اوسه پورې په دې باره کې څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته