خبرونهروغتیا

په خوست کې شپږ ټنه تېر تاریخ خوراکي توکي وسوځول شول

کابل /د وری ۳۰ مه / باختر

د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې له هټیو شپږ ټنه تاریخ تېري توکي راټول کړي او نن یې وسوځول.

د خوست ښاروالۍ وايي چې دغه خوراکي توکي یې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې له هټیو او ګدامونو راټول کړي چې نن یې وسوځول.

مسوولین وایي چې دا لومړی ځل نه دی، بلکې تېره میاشت یې هم په زیاته اندازه تاریخ تېري توکي راټول کړي او سوځولي دي.

ښاروالي وايي چې د تېر تاریخ توکو پلور جرم دی او له پلورونکو سره به یې قانوني چلند کېږي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته