پل علم باختر د ليندي پنځلسمه :
په لوګر ولايت کې پرون له ٢٤٠٠بې ځايه شويوکورنيو سره مرسته وشوه .
د لوګر د والي وياند سليم صالح باختر آژانس ته وويل چې هرې کورنۍ ته ٢٠٠ امريکايي ډالره، څلور شړۍ، يو انډى روغتيايي وسايل او د پناه غوښتوونکو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ له مالي مرستې څخه د اړتيا وړ يوه اندازه ژمني وسايل د دغه ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست په همکارۍ ورکړى شول .
د يوبل خبر له مخې:
د لوګر ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د څه د پاسه اوو ميليونو افغانيو په ارزښت په دغه ولايت کې له زرو اړو کورنيو سره د ١٨٠ ټنو خوراکي توکو مرسته وکړه .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل