امنیت

٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
دملي اردو ځواکونو پرون په قندهار ولايت کې دعملياتو په بهير کې ٦ تنه ډار اچوونکي ووژل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل :- دملي اردو ځواکونو دغه عمليات دقندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړل . چې له امله يې ٦ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول دوه تنه نور ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې د دښمن ٤ موټر سايکلونه او يو ٨٢ ملي متري توپ ويجاړ او يو کلاشينکوف ترلاسه شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته