امنیت

په کاپيساکې يو ماين ښخوونکى ونيول شو

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
يو ماين ښخوونکى طالب نن د امنيتي ځواکونو له خوا په کاپيسا ولايت کې ونيول شو.
دکاپيسا ولايت د کوهستان د دويمې برخې د ولسوالۍ امنيه قوماندان جنرال عبدالعظيم کوهستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل : د وسله والو طالبانو د ډلې غړى قاري عبدالواسع چې غوښتل يې د ملاخليل د سيمې په فرعي سړک کې ماين ښخ کړي؛ د ملي پوليسو له خوا د خلکو په همکارۍ ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته