خبرونهاقتصادټولنهTOP

کابل؛ دیارلسمې ناحیې له بازارونو ۵ ټنه بې کیفیته توکي راټول کړل شول

کابل، د کب ۳مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د دیارلسمې ناحیې له بازارونو څخه د څارنې پر مهال ۵ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې راټول کړل شول.

په دې لړ کې یو شمېر لوډسپیکر چې، د غږیزې ککړتیا لامل هم ګرځيدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.

د یادې ناحیې مسوولینو له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پر وخت د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او فعالیت کوونکو ته هم په کار ده چې د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي او دغه راز د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته