ښوونه او روزنه

په هرات کې د پوهنې په ښه والي ټينګار وشو

کابل باختر د مرغومي نهمه دهرات ولايت سرپرست محی الدين نوري له پوهنې سره په جدي ملاتړ په ټينګار سره د پوهنې په رياست کې اصلاحاتو او د چارو ښه والي ته اړتيا جدي وبلله. د باختر آژانس د خبرله مخې: د هرات ولايت سرپرست پرون د پوهنې د مسوولينو او مديرانو په غونډه کې د دغه ټکي په بيانولو سره چې خلک هيله لري د پوهنې کارونه د ادارو په کچه ښه او نمونه وي، له پخواني خبرتيا پرته په مياشت کې د دولتي ادارو د څيړنې د پروګرام د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دغه پروګرام د اصلاحاتو د رامنځته کولو په خاطر ترلاس لاندې نيول شوی او اغېزمن دی. د هرات ولايت سرپرست د دغو څيړنو هدف د پوهنې د چارو ښه والي او د نيمګړتياوو لرې کول وبلل او ويې ويل چې په هيڅ دولتي اداره کې بې نظمي او ګډوډۍ د منلو وړ نه دي . خهتم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته