امنیت

د ملي امنيت سلاکار د کندز د پيښې د حقيقت موندنې له هيئت سره وکتل

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر د کندز د پيښې د حقيقت موندنې هيئت له غړو سره وکتل.
د ملي امنيت د شورا  دفتر  باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې پيښه کې د پيښې د رامنځته کيدو د علت، د پيښې له امله د تلفاتو د رامنځته کيدو او د پيښې د تحقيق په بهيرکې د امنيتي ارګانونو د همکاريو په باب خبرې اترې وشوې.
د ملي امنيت پخوانى رئيس او د حقيقت موندنې د هيئت يو مشر امرالله صالح  وويل: د کندز د غمجنې پيښې له امله حکومتوالۍ، امنيت او ودې ته سخت زيان اوښتى دى او له بله پلوه د دغه ولايت اوسيدونکو ته هم زيات تاوانونه اوښتي دي.
صالح څرګنده کړه چې د کندز پيښه په بيطرفانه او هراړخيزه توګه څيړل کيږي او نتيجې به يې د هېواد جمهور رئيس ته وړاندې کړي.
د حقيقت موندنې د هيئت غړو د تحقيق په بهير کې دملي امنيت دشورا د دفتر  او دامنيتي ارګانونو همکارۍ مهمې وبللې.
د ملي امنيت سلاکار وويل: په دې پيښه کې چې د افغانستان دخلکو د دښمنانوله خوا په  کندزکې  رامنځته شوه؛ حکومتي بنسټونو او خلکو ته جدي زيانونه اوښتي دي.
دى ډاډمن دى چې د حقيقت موندنې د هيئت غړي به بيطرفانه او شفاف تحقيق ترسره کړي او د خپل تحقيق نتيجه به د کندز د پيښې د عواملو له مخې د هېواد جمهور رئيس او خلکو ته وړاندې کړي.
د ملي امنيت سلاکار وويل: د ملي امنيت شورا د ١٣٩٣  کال د تلې دمياشتې له ٢٤ نيټې څخه د ١٣٩٤ کال د تلې تر ١٤نيټې پورې دکندز دامنيت دتامينولوپه باب امنيتي ارګانونوته ديارلس مصوبې او ٣٣ ځانګړې لارښوونې صادرې کړې دي.
ده دغه راز  هغه  آوازې چې ګنې دملي امنيت شورا په کندزکې دپوځي عملياتو  اجازه نه ده ورکړې؛ په بشپړه توګه ردې کړې.
دهېواد دملي امنيت سلاکار دملي امنيت دشورا دتير يو کال ټولې مصوبې  د حقيقت موندنې هيئت ته وسپارلې  .
د ملي امنيت سلاکار دغه راز د حقيقت موندنې هيئت ته ډاډ ورکړ چې د ملي امنيت دشورا دفتر او د هېواد امنيتي ارګانونه د دغه هيئت د تحقيق په بهيرکې هر اړخيزه همکاري کوي.
په دې کتنه کې د پوهنې پخواني وزير ډاکتر غلام فاروق وردګ او د دغه هيئت نور غړي فضل کريم ايماق او ايوب رفيقي هم ګډون کړى و.
د هېواد جمهور رئيس، د پوهنې د پخواني وزير ډاکتر غلام فاروق وردګ او د هېواد د ملي امنيت د پخواني رئيس امرالله صالح په مشرۍ د کنـــــدز د پيښې د هــر اړخيزې څيړنې په مقصد يو واکمن هيئت ټاکلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته