امنیت

په هرات کې ديوه قومي مشر ترور .

کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دشينډنډ ولسوالۍ يو قومي مخور دناپيژاندو کسانو په ډزو سره ووژل شو .
دسيمه ئيزې ادارې مسوولين ددغه خبر په تاييدولو سره وايي په دغه  قومي مخور هغه وخت بريد وشو چې له جومات څخه خپل کور ته روان و .   دهرات   دوالي وياند احسان  الله حيات وايي  حاجي عوض  چې په دې بريد کې وژل شوى دى  دشينډنډ  ولسوالۍ  يومخور او پيژندل شوى شخصيت  و .
تراوسه پورې ددغې وژنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستي خو امنيتي مسوولين ددولت وسله وال مخالفين او طالبان دبد امنۍ او ددغه شان پيښو عامل بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته