ټولنه

په بلخ کې په سلوکې ديرش ښوونځي ودانۍ نلري

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٦:
په بلخ ولايت کې له اووه سوه پنځوسو ښوونځيو څخه په سلو کې ديرش ښوونځي  ودانۍ نلري .
د بلخ ولايت دپوهنې رئيس باختر آژانس ته وويل چې دبلخ ولايت زياتره ښوونځي  د ودانيو په نه لرلو سربيره څلورو زرو تنو مسلکي ښوونکو ته اړتيا ده .
دغه مطلب د بلخ ولايت  د پوهنې رياست مرستيال محمد همايون نبي زاده  چې ددغه ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د ملاحسن ليسې د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسموکې خبرې کولې؛ څرګند کړ چې په بلخ ولايت کې د هيڅ ښوونځي دروازه د زده کوونکو پرمخ تړلې نه ده او په دې ولسوالۍ کې  پنځوس زره تنه نجونې او هلکان په پنځوسو ښوونځيوکې په زده کړې بوخت دي چې له پنځوسو ښوونځيو څخه پنځه ويشت ښوونځي يې ودانۍ نلري او څلور نور ښوونځي د ويجاړيدو په حال کي دي.
نبي زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل:  دغه ښوونځي د نوولسو مليونو افغانيو په لګښت د پوهنې وزارت له انکشافي بودجې څخه د يوه کال په بهيرکې  جوړيږي چې په هغه کې اوولس درسي خونې، څلوراداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي د ي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته