کابل / د غبرګولي ۲۱ / باختر
د اروپا د ملتونو د فوټبال سیالۍ جام نن شپه په يوې لوبې سره پلېږي.
په دغو لوبو کې د ایټالیا ټیم له ترکیې سره لوبه کوي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه لوبه د افغانستان په وخت نن شپه د شپې په یوولس بجې او دېرش دقیقې پیلېږي.
د اروپا د ملتونو د فوټبال په سیالیوکې په ۸ ګروپونوکې ۳۲ ټيمونه ګډون کوي او په لومړي پړاو کې له دوو ټيمونوڅخه دوه ګروپونه د لوبې وروستۍ پړاو ته لاره مومي.
پای-ع