ټولنه

يوسلو پنځوسوکورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
په لغمان ولايت کې نن د څښاک د اوبو د اتو څاګانو د کار په بشپړيدو سره د اوبو د نشتوالي له پلوه د څه ناڅه ١٥٠ کورنيو ستونزې لرې شوې.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا  وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر آژانس ته وويل چې دغه څاګانې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لارې د لغمان ولايت د مرکز مهترلام باباښار په نواباد سيمه کې کيندل شوې دي.
ده وويل: دغه څانګانې د خلکو په سلوکې د لسو په ونډې سره د يو ميليون افغانيو په لګښت کيندل شوې دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته