امنیت

دنشه يي توکو قاچاق وړونکو سره له امنيتي ځواکونو سره نښته وکړه .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٣
په نورستان ولايت کې دنشه يي توکو قاچاق وړونکو له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې يو قاچاق وړونکې و وژل شو او دوه نور يې ونيول شول .
افغان پوځيان  وايي چې ددغې نښتې په پاى کې  يې دنشه يي توکي يو ٤٠ کيلويي انډى  ترلاسه کړى دى  .
دغه نښته تيره شپه داتوبجو په شاوخوا کې دکونړ ولايت د نورګرام ولسوالۍ په يوه سرحدي سيمه کې هغه وخت شوه چې د نشه يي توکو درې تنه قاچاق وړونکو غوښتل چې دغه اپين  دلغمان ولايت ته  وليږدوي.
دنورستان ولايت امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر فاروق خان باختر آژانس ته وويل: چې په دغه نښته کې يو قاچاق وړونکې ووژل شو او دوه تنه نور ونيول شول .
ده تاييد کړه چې په دغه جګړه کې امنيتي مامورينو له قاچاق وړونکو څخه داپينو  يو  ٤٠  کيلويي انډى  ترلاسه کړى دى.
ويل کيږي چې په  دغه نښته کې افغان ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته