-کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن د رسنيو عالي شورا غونډه جوړه شوه .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د ټوليزو رسنيو دعالي شورا غړو د ټوليزو رسنيو پاليسۍ پر مسودې خبرې وکړې اوپه دې اړه يې خپل پيشنهادونه او نظرېې وړاندې کړې .
په همدې ترتيب د شورا غړو د ټوليزو رسنيو کمېسيون د غړو په توګه د مير علي اصغر اکبرزاده ، عزيز احمد تسل او ميرمن ماريا غړيتوب تصويب کړ.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست په خپلوخبرو کې د ټوليزو رسنيو پاليسي دمسودې پرډير ژر تصويب ټينګاروکړ.
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ