سیاست

جمهوررئیس غني د پکتیا برېښنا سب‌سټېشن، د ګردیز ـ زرملې سړک او صنعتي پارک پرانستل

کابل باختر  دوري دولسمه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پکتیا ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د برېښنا سب‌سټېشن پرانیست.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهوررئیس د پکتیا ټولو خلکو ته د برېښنا د دغه سب‌سټېشن د پرانیستې مبارکي ورکړه، وې ویل:  خوښ یم چې د پکتیا ولایت کورونه او دفترونه چې تر دې مخکې تیاره وو، نن روښانه کېږي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه په پکتیا کې د برېښنا انرژۍ تامین لومړی ګام دی  او له دې وروسته به په دغه ولایت کې د کار او اشتغال او همدارنګه د پانګونې زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه د پکتیا ولایت له اوسېدونکو سره زیاتې ژمنې شوې وې، خو عمل پرې نه وو شوی او زه د دې ولایت د خلکو له حوصلې مننه کوم.
جمهوررئیس په زیربنایي چارو کې د جمهوري ریاست له ستر سلاکار ډاکټرمحمدهمایون قیومي او د افغانستان برېښنا شرکت له لوی رئیس امان الله غالب د هڅو مننه وکړه.
وروسته جمهوررئیس محمداشرف غني د امنیه قومندانۍ د نوې ودانۍ د کاري پروژو، ګردیز-زرملې، صنعتي پارک او شهیدانو ښارګوټي د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړ او د هغه په لارښوونه د یادو پروژو کار په رسمي ډول پرانیستل شو.
جمهوررئیس وویل: زه ستاسي له صبر او حوصلې مننه کوم، د افغانستان په هر کوټ کې چې ستر کارونه ترسره شوي، تاسې په پکتیا کې جشن جوړ کړی او دا مو ثابته کړی چې ستاسې جمهوررئیس په ټول افغانستان پورې تړاو لري.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، د پکتیا ټولې ښځې، ځوانان او مشران ملي فکر کوي او د ملي فکر او عقېدې لرونکي دي. هغه زیاته کړه، پکتیا د افغانستان د تمدن کور وو او بالاحصار به یې د تمدن د کور په توګه بیاځلې ورغول شي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، په پکتیا کې د برېښنا د سب‎سټیشن په پرانیستلو سره به د برېښنا د یو کیلوواټ بیه له ۳۰ افغانیو څخه ۶ افغانیو ته راټیټه شي چې د دې ولایت په صنعتي کېدو کې اساسي رول لري او هيله ده چې د برېښنا انرژي به د فابریکو په جوړولو او فعالیت کې رغنده مرسته وکړي.
جمهوررئیس د پوهنې اهمیت او رول ته په اشارې وویل، په روان کال کې دکلیودبياجوړولواوپراختیا وزارت ۶۰۰۰ ښوونځې جوړوي چې په دې برخه کې به د ولسي تړون برنامه اساسي رول ولري.
جمهوررئیس د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو له خلکو مننه وکړه چې د صادراتو او جلغوزیو د پروسس موضوع یې له هغه سره شریکه کړه او زیاته یې کړه د لویې پکتیا جلغوزي به د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د جلغوزیو په نامه مشهور شي.
جمهوررئیس محمداشرف غني په هېواد کې د سولې پر ټینګښت او پایدار ثبات ټینګار وکړ وې ویل، حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دی او زه دوه شیان غواړم، لومړی دا چې سوله ولسي کړم او دویم شفافې ټاکنې دي.
هغه زیاته کړه، په روان کال به د ولسوالیو او ولسي جرګې ټاکنې او په ۱۳۹۸ کال کې د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره شي. هغه په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون جدي وباله.
په دغو مراسمو کې د پکتیا والي شمیم کټوازي دغه ولایت ته د هېواد د جمهوررئیس څخه د سفر او د انکشافي او اقتصادي پروژو په کې تطبیق کې د پاملرنې په خاطر مننه وکړه. هغه زیاته کړه د سب‎سټیشن په پرانیستو سره په پکتیا ولایت کې برېښنا په دایمي ډول وصل شوه.
هغه د دې ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندېزونه وشمېرل او زیاته یې کړه د دې ولایت ټولې ولسوالۍ به د سړک جوړولو د پروژو په تطبیق سره له یوه بل سره وصل شي.
هغه څرګنده کړه، پانګه والو د صنعتي پارک د جوړولو غوښتنه لرله چې نن دا پارک پرانیستل شو او په راتلونکي کې به متشبثینو ته ځمکه هم ووېشل شي. ګټوازي وویل په روان کال کې به د کابو ۳۰ پراختیایي پروژو کار هم پیل شي.
پکتیا والي وویل، د پوهنې په برخه کې اساسي ستونزې د ښوونځیو د ودانیو نشتوالی وو چې سږکال به د ۱۰ ښوونځیو په جوړولو سره دا ستونزه تريوې اندازې پورې حل شي. هغه په بېلابېلو برخو کې دې ولایت ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په دغو مراسمو کې د پکتیا ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي هم خبرې وکړې، جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ دا چې په دې ولایت کې یې بېلابېلې پروژې پرانېستلې وویل: په تېرو کلونو کې دې ولایت ته کمه پاملرنه شوې وه.
هغه له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د پوهنې د وضعیت د ښه والي، د لارو جوړولو، د روغتونونو او روغتیایي خدمتونو د ښه والي او دغه راز د ګمرکونو او نورو دولتي ودانیو جوړولو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
په دغو مراسمو کې د شهیدانو یو شمېر کورنیو ته د هېواد جمهوررئیس د ملکیت سندونه هم ووېشل.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته