امنیت

په جان خېلو ولسوالۍ کې د وژل شويو مخالفينو شمېر۱۷۱ تنو ته ورسيد

ګرديز باخترد زمري د میاشتې ۱۶ مه
په جانيخېلو ولسوالۍ کې د فتحې په نامه د ګډو امنيتي ځواکونو په پيل شويو عملياتو کې د وسله والو د یوشمېر مهمو قومندانانو په ګډون ۱۷۱ تنه مخالفين وژل شوي او ۱۲۳ تنه نور يې ټپيان دي.
د پکتيا د امنيې قومندانۍ وياند سردار ولي تبسم باختر اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې په سلګونو وسله والو طالبانو او پاکستاني ملېشو د دغه ولایت په جانیخېلو ولسوالۍ برید وکړ، چې افغان ځواکونو یو شمېر سیمې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه پرېښودې.
تبسم زياته کړه چې د فتحې په نامه د افغان ګډو ځواکونو په پيل شويو عملياتو کې د لسګونه پاکستاني ملېشو په ګدون ۱۷۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې د وسله والو مخالفينو ګڼ شمېر مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي او اوس مهال د جانېخېلو ولسوالۍ ټولې سيمې د افغان ځواکونو په کنټرول کې دي.
پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته