سیاست

د هېواد اجرائيه رئيس په کابل کې د هند له سفير سره وکتل

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د هند له سفير منپرت ووهرا سره وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې په نوي ډيلي کې د افغانستان، هند او د امريکا د متحده ايالاتو   د وروستۍ تجارتي او پانګونې د غونډې د بريالي جوړيدو په باب خبرې اترې وشوې .
د هېواد اجرائيه رئيس د دغو دريو هېوادونو د تجارتي غونډې  برياليتوبونه وستايل او د افغانستان او هند د اقتصادي مناسباتو په پراختيا باندې يې ټينګار وکړ.
د هېواداجرائيه رئيس نوي ډيلي ته په خپل سفر او له هندي سوداګرو سره په کتنه کې هغوى په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.
د يادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د څه دپاسه دوه سوه پنځوسو ميليونو ډالرو په ارزښت د افغانستان او هند د تجارتي شرکتونو ترمنځ د سوداګرۍ قراردادونه او تفاهم ليکونه لاسليک شوي دي.
هند د افغانستان په بيا جوړولو او پراختيا کې د دغه هېواد د حکومت يو مهم شريک دى او د افغانستان د بنسټونو په بيا جوړولو کې مهم رول لوبوي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته