کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٦ :
دملي پوليسوځواکونو پرون دهېوادپه بيلابيلو سيموکې دامنيتي دندو په بهيرکې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونو د کندز ، بلخ ، قندهار ، روزګان ، خوست ، پکتيکا او د بادغيس د ولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې په بهيرکې يې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، ٨ تنه ټپيان شول او يو تن ونيول شو او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دپکتيکا، کندز او دبلخ دولايتونو په مربوطاتوکې د ماين دشپږو چاودنو مخه ونيوله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ